تېر کاله له هېواده د ۳۵ میلیونو په ارزښت اینځر صادر شوي

روهي – ۲۸وری۱۴۰۱: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تير کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر شوي دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت له خوا تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي.

سرچینې لیکلي چې په تیر لمریز کال کې شاخوا ۷۰۰ ټنه اینځر هند، عربي متحده امارات، کاناډا او ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته صادر کړي.

سرچینې زیاته کړې چې اوس مهال کندهار، هرات، هلمند، زابل، فاریاب، بلخ او روزګان ولايتونو تر ټولو ډېرې وچې مېوې توليدي.

د یاد وزارت معلوماتو پر بنسټ، اوس د افغانستان په بازارونو کې د یو کیلو اینځرو بیه شاخوا ۱۰۰۰ افغانۍ ده.