م.م: وخت را رسېدلی چې له افغانانو سره ودرېږو

روهي – ۲۸وری۱۴۰۱: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي چې د افغانستان کې تر نیمايي ډېر خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان تېره شپه په دې اړه په خپل ټویټر یوه اعلامیه خپره کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د ملیونونو کسانو د ژغورنې لپاره بشري مرستې حیاتي اهمیت لري.

سرچینې زیاته کړې اوس د دې وخت راغلی، چې د افغانانو تر څنګ ټول ودرېږي.

د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک له بې وزلي سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې له تحولو وروسته شاوخوا اته میاشتې تېرېږي خو لا هم د امریکا متحده ایالاتونو د افغاستان پانګه له کنګله خوشې کړه ده.

دغه حالت افغانستان کې د ناروغیو کچه ډېره کړې او له اقتصادي پلوه هم زیانونه ورځ تر بلې زیات کړي دي.