د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر افغانستان د پاکستاني الوتکو بریدونه غندلي او ويلي يې دي چې د پاکستان ستراتېژیکه پالیسي ده.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د پاکستان له خوا شوي بمبارونو کې د ښځې او ماشومانو د شهید کولو خبرونه خواشینوونکي دي.

ده ویلي،  د پښتونو پر خاوره له لسیزو راهیسې روانه جګړه پای نه مومي او لامل یې د ده په خبره د پاکستان ستراتېژیکه پالیسي ده.

هغه زياته کړې چې په جنګ کې د ښځو، ماشومان او بې ګناه خلکو وژل جنګي جرم دی.

نوموړي پر پښتنه خاور د جګړې د بندېدو غوښتنه هو کړې ده.

د يادونې ده چې پاکستاني جېټ الوتکو د جمعې په شپه د خوست او کونړ په یو شمېر سیمو هوايي بمبارونه وکړل چې په پایله کې یې شاوخوا لسګونه يې ووژل او ټپیان کړل.