پاکستان: افغان حکومت دې د ډیورند فرضي کرښې امنیت خوندي کړي

کابل(روهي): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په له افغان حکومت غوښتي چې ډیورند فرضي کرښې امنیت باید خوندي کړي.
دغه څرګندونې د د پاکستان حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې کړي دي.
پّ خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پېښې ډېرې شوي او ګواکې پاکستاني ځواکونه پکې د کرښې له هاخوا په نښه کېږي.
په خبرپاڼه کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې افغان خاوره دې د پاکستان پرضد د استعمالېدو مخه ونیسي.
د خبرپاڼې له مخې،  له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په پرله پسې ډول افغان لوري ته ویلي چې ترهګر د افغانستان خاوره پاکستان کې د فعالیتونو لپاره کاروي،‌‌ او دوی دېکرښې ته د څېرمو سیمو امنیت خوندي کړي.
سرچينه زياتوي چې افغان حکومت دې د "هغو اشخاصو خلاف کوټلي ګامونه واخلي چې پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل دي."
پاکستان ویلي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پوله ساتي ځواکونه په نښه شوي او وروستي بریدونه یې له افغان لوري سره تر پرله پسې تماسونو وروسته کړي دي.
که څه هم افغان حکومت تر اوسه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یادې خبرپاڼې ته غبرګون نه ‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې له افغان خاورې د پاکستان پرضد د بریدونو ادعاوې رد کړې وې.
د یادونې ده چې پاکستاني جېټ الوتکو د جمعې په شپه د خوست او کونړ په یو شمېر سیمو هوايي بمبارونه وکړل چې په پایله کې یې شاوخوا لسګونه کسان ووژل او ټپیان شول.