
ما لږ مخکې د لر او بر په وېبپاڼه کې یو مضمون ولوسته چې د پښتو یاګانو په اړه لیکل شوی وو، په هغه کې څه تېروتنې وې، چې ما هغه سره جوړې کړې او له تاسو نه هم دا هلیه لرم چې دا په خپله وېبپاڼه کې خپور کړۍ، ترڅو زموږ ګران هېوادوال ترې سالمه ګټه واخلي، ځکه چې زه ستاسو د وېبپاڼې لوستونکی یم، دلته زه ګورم چې ځنې وخت زموږ لیکوالان وروڼه دغه دود ته پاملرنه نه کوي، نو ما په همدې اساس دغه لیک تصحیح کړ ترڅو خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شم.
پښتو یاګانې (ی،ي،ې،ۍ،ئ)
لیکوال: م.هوتک
تصحیح کوونکی: نویدالله (یوسفزی)
د لر او بر یادونه او کور ودانی: راځئ چې پښتو ژبه په داسې ډول ولیکو، چې نه یې د لوستلو او نه یې د اورېدلو پر مهال ستونزه ولرو او همدارنګه نه یې په اورېدلو او نه یې په مانا کې تېروتنه وشي. په پښتو ژبه کې دغه پنځه ډوله ياګانې (ی،ي،ې،ۍ،ئ) کارېږي، چې هره یوه خپل ځای لري او همداراز هره یوه خپله مانا لري، که کومه (یا) بېځایه وکارول شي، نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنڅته کوي، هم ښایي د مانا له مخې ستونزه پېښه کړي، د بېلګې په توګه: که موږ د یو سړي نوم چې ګلالی ده او په لیکلو کې یې دغه (ی) کاروو او که چېرې د دغې (ی) پر ځای ورته له دغې (ۍ) کار واخلو، نو دلته له نر نه ښځه جوړېږي لکه ګلاۍ، همدا راز نورې بېلګې هم شته لکه سړی (یو سړی) او سړي (ډېر سړي) او سړې (سړې اوبه، سړې شیدې ........ )، په دغه ډول که موږ له ناسمو یاګانو کار واخلو، نو له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږو او پښتو ژبه به ناسمه هم وي.
لر او بر وېبپاڼه د پښتو ژبې له استاد، څېړونکي او تاریخ پوه ښاغلي محمد معصوم هوتک څخه د پښتو یاګانو د کارولو د وخت او ځایونو د بېلګو غوښتنه وکړه، له نوموړي ډېره مننه کوو، چې په لاندې بېلګو کې یې موږ ته د پښتو یاګانې په ساده او ارزښتناکو ټکو کې وړاندې کړې.
۱- بې ټکو (ی) - دنارینه (مذکر)، نومونو، صفتونو او فعلونو لپاره راځي لکه:
سړی، لرګی، منګی، هراتی، کندهاری، خټکی او نور
ځای، سرای، لوی، خوی، زوی، بوی، دوی، جوی
نری، ګردی، لالی، راغی
۲ــ لنډه (ي) چې دوه ټکي څنګ ترڅنګ لري، په نارینه (مذکر) نومونو، صفتونو او فعلونو کې راځي او د جمعې لپاره هم کارېږي لکه:
سړي، لرګي، سوټي، منګي
کالي، والي، ښادي،
ګوري، ښوري، ځي، راځي
نري، ګردي، ګلالي
وروري، خپلوي، دوستي
۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) (ۍ). په ښځینه نومونو کې راځي لکه:
سپوږمۍ، لکۍ، صدرۍ، کوچۍ، نتکۍ، څپلۍ، کړکۍ
ورورۍ، خپلوۍ، دوستۍ
ګلالۍ، میوندۍ، کابلۍ
۴ـ اوږده (مجهوله) (ې) په ښځینه نومونو او صفتونو کې راځي لکه:
ادې، شړومبې، لنډې، اوږدې، ورستې، خوږې، شیدې
چې، مې، کې
۵ـ همزه لرونکې یانې امریه (ئ) په جمع فعلونو او په آمر کې راځي لکه:
خورئ، څښئ، حساب مه منئ، راځئ، ږغ مې اورئ.
وخورئ، وڅښئ، پاڅئ، لاړشئ، مه کوئ، وګورئ، واورئ.
دغه ټولې پښتو یاګانې دي، چې په سمه پښتو کې کارېږي، په پښتو کې ختیځه پښتو او یا لوېدیځه پښتو نشته، که شته، نو هغه یواځې د سیمې د ګردود (لهجې) له مخې، نه د لیکنې له مخې، په لیکنه کې ټوله یوه پښتو ده او هغه هم داسې پښتو ده، چې د علومو اکاډمۍ له خوا منل شوې ده. پاتې شوه خبره د الف مقصوره هغه د علومو اکاډمۍ د پښتو له ژبې لرې کړی او له منځه یې وړی ده، د هغې پرځای دا (ا) کارېږي، لکه موسا، عیسا، مانا او داسې نور.