په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه د هېواد پر ارضي تمامیت تېری دی.

سرچینې لیکلي چې په دې برخه کې د نړیوالو چوپتیا د غندلو ده.

سرچینې پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مسوولو بنسټونو غږ کړی چې د پاکستان پر دې تېري دې سترګې نه پټوي او ژر تر ژره دې خپل دريځ روښانه کړي. 

سرچینه وايي، دا د پاکستان له لوري د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی چې باید ژر تر ژر د مسوولو نړیوالو اداراتو له لوري دغه کړنه و ارزول شي. نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا څلوېښت کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له وړمه ورځ د خوست او کونړو په سیمو باندې د پاکستان له خوا توغندیز بریدونه شوې له امله یې له څلوېښتو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرپرست حکومت دغه بریدونه وغندل، کابل کې د پاکستان سفیر یې احضار کړ او وايي چې دغه هېواد دې په دې کار سره افغانان متقابل عمل ته نه مجبوري.

د یادونې وړ ده چې یونما او پخواني ولسمشر حامدکرزي سربیره ډېرو نورو په کور دننه او بهر سیاسیون هم دغه بریدونه غندلي دي.