مجاهد: پاکستان دې د افغانانو حوصله نه ازمایي کنه بدې پایلې به ولریي

روهي - ۲۷وری۱۴۰۱: د ا.ا ویاند ذبیح الله م.جاهد وایي چې په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو دپاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي. 

هغه دغه څرګندونې نن په خپل ټوېټر لیکلي دی.

دی وایي چې په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسائلو کې د افغانانو حوصلې نه ازمایي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې باید د سیاسي لارو حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهیسې د خوست او کونړ په سیمو پاکستان له خوا بریدونه شوي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې له څلوېښتو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.