کرزی: پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت نقضوي

روهي - ۲۷وری۱۴۰۱: پخواني ولسمشر کرزي پر کونړ او خوست د پاکستان توغندي په کلکو ټکو وغندل.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر خوست او کنړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو هوایي بمباري چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په گډون زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي.

هغه ویلي، دغه بشري ضد جنایت د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.

حامد کرزی د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې په سیمه کې د تروریزم د لمنځه وړلو لپاره، چې د افغانستان خلک یې له کلونو راهیسې قرباني دي، په خپلو پالیسیو او کړنو کې تغییر راولي او له افغانستان سره د نېکې او متمدنې رابطې لار خپله کړي. 

دی وایي:" په دغو بریدونو کې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي."

دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهیسې د خوست او کونړ په سیمو پاکستان هوایي توغندي توغولي.

په دغو پېښو کې له څلوېښتو کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شوي دی.