پر خوست د پاکستان په هوايي برید کې تر ۳۰ ډیر کسان وژل شوي

روهي – ۲۷ وری۱۴۰۱: پاکستاني هوايي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خوست په سپيره ولسوالۍ کې د وزیرستاني مهاجرینو پنډغالي بمبار کړی دی. 

د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز د پاکستاني هوايي ځواکونو بمبار تایید کړی او ويلي يې دي پاکستاني ځواکونو د سپيرې ولسوالۍ مندته، امیرسپر، پڅې میلې او شکوڼي سیمې بمبار کړی دی.

 د خوست ځايي خلک هم وایې چې د وزیرستاني بې ځایه شویو پر یوه کمپ پاکستاني الوتکو بمبار کې تر ۳۰ ډیر کسان  وژل شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

 همدارنګه په تولنیزو رسنو کې په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د خوست په بمبارۍ کې ښځې او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي دي. 

تر دې دمه پاکستاني پوځ څه نه دي ويلي او افغان حکومت هم غبرګون نه دی ښودلی.