د میدان وردګو چک ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې له امله یو کس وژل شوی 

روهي - ۲۷ وری ۱۴۰۱: د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

دغه څرګندونې د یادې ولسوالۍ د استخباراتو مسول قاري تمیم رسنیو ته کړې دي.

هغه زیاته کړې چې وژل شوی کس تېره ورځ له خپل ورور شخړه کړې ده
د سرچینې په وینا. ځواکونو پلټنې پیل کړې، ترڅو قاتل ونیسي.