کونړ کې د پاکستاني توغندي له امله شپږ ملکیان وژل شوي

روهي – ۲۷وری۱۴۰۱: چارواکي وايي چې د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو په توغندیز برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله رسنیو ته کړې دي.

دی وايي، دغه توغندي تیره شپه د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې لګېدلي دي.
 

هغه  زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو چې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر سړی شامل دی.

نجیب الله زیاتوي:"له تیرو ۳ دری ورځو راهسې د ګاونډي ملک له خوانه د کونړ مرورې، شلتن ،اوناړۍ ولسوالیو په سرحدي ساحو توپونه را ویشتل کیږي.."

 سرچینې ویلي چې تېره شپه په شلتن ولسوالۍ کی د کورونو د لګېدو له امله ۵ تنه ښځې او ماشومان مړه او یوتن زخمي دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د وزیرستاني کډوالو پر کمپونو د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي چې په دغه هوايي بریدونو کې څه باندې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.