راجا پروېز اشرف د پاکستان پارلمان مشر وټاکل شو

روهي – ۲۷وری۱۴۰۱: راجا پروېز اشرف د پاکستان فدرالي پارلمان مشر په توګه ټاکل شوی دی.

هغه د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر دی او مخکې یې د پاکستان لومړي وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې. 

دغه راز د پاکستان پنجاب ایالت په صوبايي اسمبلۍ کې د نوي اعلی وزیر ټاکنې لپاره نن شنبه غونډه کېږي. 

خو د یو بل خبر له مخې، پنجاب اسمبلۍ کې د غونډې پر مهال د عمران خان تحریک انصاف پاکستان اسمبلۍ غړو د ایالتي پارلمان مرستیال مشر وهلی ټکولی دی. 

لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د پارلمان غونډې ته وینا پر مهال د پنجاب پارلمان پر مرستیال مشر فزیکي برید غندلی دی