افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

روهي - ۲۷ وری۱۴۰۱: د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې ترسره شویو بریدونو په پار یې کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی.

دغه وزارت لیکلي چې افغان لوري د پاکستاني ځواکونو له لوري تازه د خوست او ګنړ په ځینو سیمو کې ترسره شوي بریدونه وغندل او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.

سرچینې د متقي له قوله لیکلي چې د خوست او کونړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دي وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادو بد خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري.

سرچینې زیاته کړې چې د افغان حکومت له لوري د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک وسپارل شو چي خپلو مشرانو ته یې ورسوې.

دا په داسې حال کې ده چې د خوست او کونړ اوسېدونکي په وینا، د پاکستان جیټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ په شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.