د مرکزي اسیا د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

روهي – ۲۷ وری۱۴۰۱: د جاپان او مرکزي اسیايي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او اکراین مسئلو په اړه خبرې کړې دي.

د دغو هېوادونو اتمه غونډه تېره ورځ د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هایاشی یوشیماسا په کوربه توب په انلاین بڼه ترسره شوې ده.

د جاپان بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده غونډه کې قرغیزستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو ګډون کړی دی.

سرچینې لیکلي چې په یاده غونډه کې ګډونوالو افغانستان سره د مرستو او سیمې په ثبات ټینګار کړی دی.