روهي – ۲۷وری۱۴۰۱: په افغانستان کې د وسلهوالې جګړې د موقعیت او پیښو د معلوماتو پروژې یوه راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی ۷۰ سلنه ډېر شوی دی.
دغه اداره یو غیر دولتي سازمان دی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په ۱۹۱ هېوادونو کې د پېښو او د نښتو د ځایونو په اړه اطلاعات ارزوي.
د یادې ادارې په راپور کې راغلي: "زموږ ادارې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د افغان ښځو پر وړاندې د سیاسي تاوتریخوالي ګڼ شمېر پېښې ثبت کړې دي. دا دومره ډېرې پېښې دي چې موږ په ۲۰۱۷ کال کې د کار له پیله نهوې ثبت کړې."
سرچینې زیاته کړه چې د دې تاوتریخوالي د ۷۰ سلنې عاملان ط.البان دي او د پاتې ۲۵ سلنې مسوولیت یې د داع.ش او نورو ناپېژنده وسلهوالو پر غاړه دی.
خو ا.ا د دې راپور په ردولو سره وايي، د ښځو د نیول کېدو په درشل کې له هغوی سره هېڅ ډول زور-زیاتی نهدی شوی.
وروستي