افغان پوله ساتو ځواکونو د پاکستان پر پوستو ډزې کړي

روهي – ۲۷وری۱۴۰۱: افغان پوله ساتو ځواکونو په چترال کې د پاکستاني پوځيانو پر پوستو ډزې کړې دي.

د جیو نیوز خبر له مخې، دغه ډزې له پنځو تر شپږو ساعتونو پورې په پرله پسې ډول دوام کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو هم پر افغان خاوره برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان له لوري د افغانستان لوی درستیز ته دوه احتجاجي لیکونه ههم ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ډېورېنډ کرښې سره نزدې د پاکستان فوځ په کاروان برید کې اووه پوځیان شهيدان شوې دي