وزیرستان کې ۱۳ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي – ۲۷وری۱۴۰۱: د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو راپورونو له مخې، د ډېورنډ کرښې سره نږدې د دته خېل په دیګان سیمه کې د پوځ پر موټر برید شوی چې له امله یې د یوه پاکستاني افسر په ګدون اووه عسکر وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې تر پېښې وروسته سیمې ته د پاکستان نور عسکر رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ په یاده سیمه کې پر خپلو عسکرو د برید په اړه څه نه دي ویلي.

 خو ویلي یې دي چې د شمالي وزیرستان په اشام سیمه کې د وسله والو سره نښته کې د عصمت الله په نوم یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.