پاکستان پوځ: له پاکستاني ط.البانو سره یې ختمې شوي

د پاکستان پوځ وايي چې له پاکستاني ط.البانو سره يې د خبرو کولو لړۍ ختمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې ټي ټي پي تور لګولی و چې د پاکستان حکومت يې شرايطو منلو ته تیار نه و.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال بابر افتخار وړمه ورځ رسنیو ته ویلي چې له یادې ډلې سره یې خبرې ختمې  شوې دي.
د راپورونو له مخې، تېرې یوې اوونۍ کې په وسله والو بریدنو کې ۲۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او په لسګونو نور بیا ټپیان شوي دي.
د دغو پېښو پړه پاکستان ط.البانو منلې ده.