نوې طبي موندنه: هره ورځ لس دقيقې قدم وهل مو ژوند اوږدوي 

د روغتيا او طب په برخه کې يوه نوې څېړنه ښيي چې که چېرې نړۍ کې وګړي/خلک هره ورځ لس دقيقې قدم ووهي او يا هم ورته نورې فزيکي کړنې تر سره کړي، نو شونې ده، چې نړۍ کې د مړينې کچه هر کال تر ۱۱۰زره پورې را ټېټه شي. دغه څېړنه ښيي چې هره ورځ تر لسو دقيقو پلې ګرځېدل روغتيا غښتلې کوي او د روغتيا په غښتلتيا سره مو عمر اوږديږي. 

اوس ۲۱مه پېړۍ کې چې د ژوند سهولتونه ډېر شوي دي، نو ورته وخت کې ور سره فزيکي کړنې کمې شوې دي. ډېر کم واټن ته تګ هم په موټر کې کېږي، د بوختياوو له امله منظم فزيک تمرين لکه جېم او نور نه تر سره کېږي؛ ځای پر ځای ناستی ډېر وي. مطلب دا چې که چېرې د پلي ګرځېدو او فزيکو چارو لپاره منظم مهال وېش جوړ نه شي او وخت ورنه کړل شي، نو ستاسې بوخت مهال وېش به تاسې ته دا موقع درنه کړي، چې فزيکې کړنې ولری. 

د فزيکې کړنو نه تر سره کول سبب کيږي، چې وجود مو په فزيکي ډول ناروغ پاتې شي؛ د غذا هضم ښه نه تر سره کېږي، د وينې جريان ښه روغتيايي فعال نه وي او عضلې مو بيده وي. داسې وضعيت سبب کيږي، چې ځينې ناروغيو باندې ککړ شئ. 

پلې ګرځېدل مرسته کوي چې تاسې له روحي فشار او خپګان خلاص کړي. په ځانګړي ډول که چېرې طبيعي ځايونو ته د چکر او پلي ګرځېدو لپاره لاړ شی نو فکر به مو بدل شي او د فکر په بدلېدو سره درڅخه روحي فشار او خپګان لېريږي. څه ډول چې اندېښنې پر فزيکي روغتيا منفي اغېز لري نو همدا ډول د روحي فشار نشتون ستاسې پر فزيکي روغتيا مثبت اغېز کوي. 

پلي ګرځېدل مو ځکه عمر ډېروي، چې وزن به مو مناسب او برابر وي. که چېرې وزن مو ډېر وي، نو د فزيکي تمرين او پلې ګرځېدو پر اساس کولی شی، وزن کم کړی. همدا ډول که چېرې ډېر ډنګر  ياست، نو پلې ګرځېدل مو د ډوډۍ په هضم کې مرسته کوي. کله چې ډوډۍ ښه هضم شي نو اشتها مو ډېريږي او دې سره به غوښه واخلئ او غټ به شئ. 

پر پښو ګرځېدل د زړه حملې مخنېوي کې مرسته کوي. د وينې فشار به مو نارمل وي. پلي ګرځېدل د وينې فشار له لوړېدو ساتي او دې سره به د زړه حملې شونتيا کمه وي. فزيکي تمرين در سره مرسته کوي، چې ستړي شی. ستړيا بيا مرسته کوي چې خوب مو راولي. منظم خوب د وجود لپاره اړين او د روغتيا کيلي شمېرل کېږي. 

بله دا چې، پلي ګرځېدل او نورې فزيکې کړنې د وينې جريان ګړندی کوي او دې سره د نورو روغتيايي ګټو ترڅنګ به مو جنسي لېوالتيا ډېره شي. يانې هغه کسان چې ښه فزيکي تمرين او پلي ګرځېدل کوي، نو جنسي لېوالتيا يې ډېريږي.