پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو هڅې روانې دي 

کابل(روهي): د پوهنې وزارت  ویلي چې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې دوام لري. 

د دغه وزارت ویاند عزیزاحمد ریان د پاک افغان جرګه په نوم په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې حکومت جدي کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره میکانېزم جوړ او عملي شي. 

که څه هم ده وویل چې په دې لړ کې پرمختګونه شوي خو ویې نه ویل چې څومره یا څه ډول پرمختګونه شوي دي. 

دا په داسې حال کې چې تمه وه د حمل په درېيمه ټول ښوونځي پرانستل شول خو وروسته بيا له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځيو پرانستل د دويم امر پورې وځنډېدل.