.jpg)
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر ويلي، د اوکراین د کډوالۍ کړکېچ له کبله باید په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي پیاوړتیا هېره نه شي.
فلیپوګراندي، چې له امریکا سره د افغانستان او اوکراین د پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی دى.
نوموړي ویلي، د امریکا د سیاسي او بشري بنسټونو له چارواکو سره یې د لیدنې موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او کډوالۍ او د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې اترې دي.
ده ویلي چې اداره یې د امریکا له مرستې پرته نشي کولی، چې د افغانستان د ستونزو په ګډون له روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مبارزه وکړي.
هغه پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا او په کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره خپلې بشري هڅې روانې وساتي.
په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او کډوالۍ او دغه راز په اوکراین کې روان کړکېچ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنر اړ کړ، چې واشنګټن ته سفر وکړي.