د افغان کډوالو لپاره څلور اړخيزه غونډه جوړيږي 

کابل(روهي): د  افغان حکومت، ایران، پاکستان او ملګروملتونو د چارواکو ترمنځ به د کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه راتلونکې میاشت جوړه شي. 

د کډوالو چارو وزارت وايي چې د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حللار ورته وموندل شي. 

د کډوالو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې به په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د پای ته رسېدو پر لارو او د یوه داسې مکیانېزم د موندلو پر لارو خبرې وشي چې په دغو هیوادونو کې له ثبت او اسنادو پرته اوسي. 

په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند له کبله د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. 

د دې غونډې په اړه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي د تورونو په عکس العمل کې د افغانستان په څو ولایتونو کې لاریونونه وشول.