د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ ۲۲- اسټراليا، هغه هېواد چې عين وخت کې لويه وچه هم ده

آسټراليا  همګټی هېواد په سوېلي نيمه کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې هند سمندر او آرام سمندر کې ګڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي ګاونډي هېوادونه انډونېزيا، ختیځ تیمور، په سهېل ختيځه خوا کې يې سولومون ټاپوګان، وانواتو او په فرانسې پورې تړلې نوې کالدونیا پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د نیوزیلنډ هېواد پروت دی. د اسټراليا لغوي مانا سويلي خاوره يا southern land ده. لرغون پوهنه ښيي، چې اسټراليا کې ۶۵زره کاله وړاندې انسانانو ژوند کړی. اسټراليا نړۍ کې شپږمه وچه او ترټولو کوچنۍ وچه ده. دغه وچه خپلواک هېواد هم دی او د پراخوالي پر بنسټ د نړۍ شپږم ترټولو ستر هېواد شمېرل شوی دی.

وګړي او پراخوالی يې 
اسټراليا ۲۶ مېليونه وګړي لري. اکثريت وګړي يې عيسويان دي او دېرش سلنه نورې بې دينه دي چې په هېڅ دين باور نه لري. اسټراليا کې مسلمانان هم ژوند کوي چې شمېر يې ۲.۶ سلنه ته رسيږي. څه کم اته مېليونه کيلو متره مربع پراخوالی لري. اسټراليا نړۍ کې ښه اقليم او هوا لري. تسمانیا يې هغه ټاپو دی، چې نړۍ کې ترټولو پاکه  هوا او اقليم  لري. 

حکومت او سیاست يې 
دغه هېواد په تېر کې د انګلستان مستعمره وه. ۱۹۰۱ز کال کې يې له انګلستان خپلواکي واخېسته. اسټراليا د ملګرو ملتونو له بنسټ اېښودنکو هېوادونو څخه دی او ۱۹۴۵ کال کې ددغه سازمان رسمي غړی هېواد شو. اسټراليا د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ښې سياسي، ډپلماټيکې او سوداګريزې اړيکې پالي؛ ډېرې اړيکې يې د امريکا متحدو ايالتو او اروپايي هېوادونو سره دي.  کینبرا د اسټراليا پلازمېنه او سیډني يې تر ټولو ستر او سوداګريز ښار دی. اسټراليا شاهي حکومت لري. 

د اسټراليا په اړه پنځه په زړه پورې خبرې 
- اسټراليا کې د پسونو پالنه ډېره ده. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۶ مېليونو ته رسيږي خو د پسونو او ميږو شمېر په کې نېږدې ۸۰ مېليونو دی؛ مطلب دا چې د انسانانو په پرتله د پسونو او ميږو شمېر په کې درې برابره ډېر دی. 

- اسټراليا کې د خپلو وګړو وروسته ترټولو ډېر د يونان خلک اوسيږي؛ د يونان د اتن ښار نيمايي وګړي اسټراليا کې اوسيږي. 

- تر ۲۰مې پېړۍ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ښځو ته د دوی حقوق نه ورکول کېدل او د نارينو په پرتله ورسره  توپير چلند کېدلو. اسټراليا نړۍ کې دويم هېواد وو، چې ۱۹۰۲ز کال کې يې ښځو ته د رايو حق ورکړ. 

- اسټراليا په ګڼ شمېر ساحلونه لري. که چېرې يو څوګ وغواړي چې هره ورځ یو نوی ساحل اسټراليا کې وګوري نو ۲۷ کاله وخت به ترې ونېسي. اسټراليا کې کانګرو نومی ژوی ډېر پيدا کېږي؛ دغه هېواد کې د کانګرو غوښې خوړل جواز لري  او هر رسټورانټ او هوټل  کې يې د کانګرو غوښه پيدا کېږي. 

- اسټراليا نړۍ کې دويم هېواد دی چې د خلکو د ژوند سطحه په کې لوړه او ښه  ده. د امنيت او اقتصادي وضعیت پر اساس يې خلک ښه او خوندور ژوند لري. د نړۍ د غښتلو او سترو اقتصادي هېوادونو په نوملړ کې اسټراليا ۱۲ ځای لري.