سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۱۵- مائو زیډونګ، د چین د خلکو جمهوریت (اوسني رژيم) بنسټګر 

مائو زیډونګ په کال ۱۸۹۳ز کې د چين په هونان نومي ولايت کې زږېدلی وو. پلار يې غربت - ځپلی دهقان وو، چې وروسته بيا ترې ستر پانګوال او شتمن جوړ شو. مائو زیډونګ د خپل پلار په اړه وايي چې ډېر سخت او ديکتاتورانه خوی يې درلود؛ دی او دده نور وروڼه به يې د کوچنيو تېروتنو له امله سخت او په فزيکي ډول وهل او د دغه خوی پر اساس يې د ماشومتوب مهال ژوند له تاوتريخوالي او سختيو ډک وو. پلار يې غوښتل چې زوی يې د کرنې او بڼوالۍ چارو کې بوخت شي، خو مائو زیډونګ له پلار لاره بېله او زده کړې يې شروع کړې. دی ۱۳ کلن وو او پلار يې هڅه وکړه چې دی له ښوونځي وباسي خو مائو مقاومت وکړ او درس يې خوشی نه کړ. مائو زيډونګ څلور وادونه  کړې وو او لس بچيان يې درلودل. 

د ښوونځي دورې زده کړو له بشپړټيا وروسته مائو زیډونګ ته انقلابي او سياسي فکرونه پيدا شول. له لومړۍ نړيوالې جګړې نېږدې درې کاله تېر شوي وو. نړۍ کمونيسټي مفکورې زور اخېستی وو. مائو په چين کې له يو شمېر نورو ملګرو سره د چین کمونېست ګوند بنسټ کېښود. دا ۱۹۲۱ز کال وو او چين د جاپان تر اغېز لاندې وو. نوموړی له دوه لسيزو وروسته، ۱۹۴۰ ز کال کې د چين کمونېسټ ګوند مشر/رهبر وټاکل شو. مائو د واک په لټه کې بې رحمه و، خپلو  سیالانو ته به يې زهر ورکول، ورک ول او وژل به يې  خو له مخې به يې څنګ ته کول. څه ډول چې کمونېزم کيڼ اړخه سخت دريځه ايډيالوژي ده، همدا ډول مائو هم سخت دريځي درلوده او ويل به يې، "هر کمونیست باید حقیقت درک کړي؛ حيقيت دا دی چې سیاسي ځواک د ټوپک له ميل څخه وده کوي." مائو ۱۹۴۹ کال کې چين کې واک ته ورسېد او ځان يې عمومي رهبر اعلان کړ. هغې سياسي مخالفين ځپل او وژل به يې. 

مائو تر تاندې ځوانۍ د مور پر مذهب چې بودېزم وو روان وو. کله يې چې سياسي ګوند جوړ کړ نو خپله يې هم دين پرېښود  او بيا چې پر واک کېناست، چين کې يې هر ډول دينونه يې لغوه اعلان کړل او هڅه يې کوله چې چين سياسي کلتور د ديني کلتور پر ځای پلی کړي. نوموړي له ځوانۍ سياست سره مينه درلوده خو په مطالعه يې شخصيت له جورج واشنګټن او ناپلیون بوناپارټ اغېزمن شوی وو. 

له لومړۍ نړيوالې بیا تر دويمې نړيوالې جګړې چين کې کورنۍ جګړه  وه. دغه جګړه چين کې د کمونيستانو او ملتپالو ترمنځ وه. دغه جګړه واک ته د مائو په رسېدو سره، د کمونيسټانو په ګټه پای ته ورسېده او ملتپال له چين وشړل شول او اوسني تايوان کې مېشت شول. 

د مائو په اړه جالبې خبرې دا دي، چې حمام کول او ځان مېنځل ورته د وخت ضايع ښکارېدل او پر ځای به يې لامبو وهله. هغه هېڅکله هم غاښونه نه بورس کول او پر ځای يې د شين چای پر پاڼو پکول. مائو به نامشروع اړيکې ډېرې تر سره کولې او پر همدې اساس ورته جنسي انتقالي ناروغۍ لګېدلې وې. ډاکټرانو يې معاينه وکړه چې پرازيټ يې وجود ته دننه شوي، خو مائو موافق نه وو، چې درملنه يې وشي. مائو د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته وو، د خوب لپاره به يې د خوب ګولۍ له نارمل ډوز لس ځلې ډېرې خوړلې. 

مائو زیډونګ د سګرېټو عادتي وو؛ هغه ته د سګرېټو له امله ناروغۍ پيدا شوې او د زړه په ناروغۍ اخته شوی وو. مائو زیډونګ ۱۹۷۶ز کال کې ۸۲ کالونو په عمر ومړ او چين کې دفن شو. مائو زیډونګ د چين د خلکو جمهوريت بنسټګر دی او هغه ګوند چې مائو زیډونګ جوړ کړی په چين يوازينی سياسي ګوند او سياسي واک يې په لاس کې دی. 

چين کې مائو زیډونګ ته په ستره سترګه کتل کېږي؛ د چين پر ملي پيسو د نوموړي انځورنه چاپ شوي او د مړينې ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېږي.