روژه کې (حائضه ښځه) کوم کارونه نه شي کولی؛ آيا کولی شي ذکر او تلاوت وکړي؟ 

حائضه ښځه هغه ښځې ته وايي چې مياشتنی عادت، menstruation يا مياشتنی ناروغي يې راغلې وي. هغه ميرمنې چې مياشتنی ناروغي پرې راځي، نو دوی له شپږو تر اوو ورځو ناپاکه بلل کېږي؛ لمونځ، رژوه او داسې نور ځيني عبادتونه نه شي کولی. د اسلام مبارک دين کې هم د حيض په موده کې د ښځو لپاره هغه څيزونه چې تر سره کولی او هغه څيزونه چې نه يې شي تر سره کولی ښوودل شوي دي. 

روژه د عبادتونو مياشت ده؛ د قدر شپه (لیله القدر) هم دې مبارکه مياشت کې وي؛ اعتکاف هم د روژې مبارکې مياشتې وروستيو لسو شپو کې د قدر شپې په پار کېږي او لسګونه نور عبادتونه. له ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک پوښتنه شوې چې که چېرې يوه ميرمن روژې مبارکه مياشت کې (مياشتنۍ) ناروغه شي او دا ناروغي يې هم د روژې وروستيو لسو شپو کې وي، نو د لیله القدر په څېر نورو اجرونو څخه به محرومه وي؟ ډاکټر ذاکر نايک کې په ځواب کې وايي. 

د حايضې ميرمنې ته د حيض پر مهال لمونځ کول، روژه نېول، اعتکاف ته دننه کېدل او له کعبې شريفې ګرځېدل منع شوې دي. پرته له دغه عباداتو، مياشتنۍ ناروغي لرونکې ميرمن کولی شي، چې نور عبادتونه په عادي ډول ترسره کړي. ‌ذاکر نايک وايي چې که چېرې يوه ميرمن د روژې مبارکې مياشتې دننه ناروغه شي،  نو ډېر عبادتونه دي، چې کولی يې شي. حائضه ښځه کولی شي- سبحان الله، الله اکبر، استغفرالله او نور اذکار ووايي. ذاکر نايک وايي، چې که چېرې هغه ميرمن چې روژه کې پر مياشتۍ ناروغي راغلې وي او هيله لري چې ليله القدر وګوري، نو کولی شي چې د شپې وېښه کېني؛ اذکار ووايي او دې سره به ورته ثواب رسيږي. 

ذاکر نايک وايي چې د مياشتنۍ ناروغۍ لرونکې ميرمن که د روژې مبارکه مياشت کې روژه نه شي نېولی، لمونځ نه شي کولی، اعتکاف ته نه شي دننه کېدلی؛ خو کولی شي چې له نورو لارو ثوابونه وګټي. ذاکر نايک د حائضې ميرمنې لپاره دغه درې ډوله عبادت ښيي، چې د مياشتنۍ ناروغۍ پر مهال يې د روژې مبارکه مياشت کې کولی شي. 

۱-  اذکار کول: سبحان الله و الحمد الله و لا اله الاّ الله و الله اکبر او نور ويل؛ 
۲- دعا کول: مياشتنۍ ناروغۍ لرونکې ميرمن کولی شي، چې د همدې ناروغۍ پر مهال دعا وکړي، له هدای ج ځان ته بخښنه غواړي، پر خپلو ګناهونو توبه وباسي او داسې نور چې دا ټول دعاګانې او دعا بيا په خپله عبادت دی. 
۳- تلاوت کول: د اسلامي نړۍ نامتو عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وايي، چې د مياشتنۍ ناروغۍ پر مهال ميرمنې کولی شي، چې قران کريم تلاوت کړي.