اروپايي ټولنه: د افغانستان تعلیمي ډګر کې دې د متقابلې همکاري فضا ایجاد شي

د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر د اروپایي پارلمان له غړې میرمن حنا نیومان او په  افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له مرستیال سفیر ارنوټ پاول لیدلي دي.

منیر په دغه لیدنه کې ویلي چې ا.ا د ټولو ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ په پوره جدیت سره کارکوي خو د نړیوالې ټولنې له همکاري پرته نه شي کېدلای.

هغه وايي:"د نړیوالې ټولنې بشري او تعلیمي مرستې باید هیڅکله له سیاسي مسایلواو تعاملاتو سره ونه تړل شي."

د اروپایي پارلمان غړې اغلې حنا نیومان په دغه لیدنه کې  ویلي چې اروپايي اتحادیه د افغانستان د یو مهم تمویل کوونکي او متحد په توګه تل په دې هڅه کې ده، چې دافغانستان له تعلیمي بهیر سره مرسته وکړي. 

دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرستیال سفیر ښاغلي ارنوټ پاول له ا.ا سره په تعلیمي ډګر کې هر ډول مرستو ته پوره چمتووالی وښود.

هغه وویل:" مهمه نه ده چې مونږ او تاسې دې په ټولو مسایلو کې سره موافق یو، خو دا مهمه ده چې یو له بل سره ښې اړیکې ولرو او په  تعلیمي ډګر کې د متقابلې همکاري فضا ایجاد کړو."