روهي- ۲۵وری۱۴۰۱: افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي چې د افغانستان له نوي حکومت سره د امریکا د اړیکو واضح تعریف نشته دی خو دوی دې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو پخواني سفیر روز ویلسن -چې د سقوط تر مهال یې دا دنده سرته رسوله- وايي، دوی په تمه و چې په افغانستان کې به یو مشترک حکومت رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې چې دغه ډول حکومت په سوله ییزه توګه جوړېده، خو هغه څه چې تر سقوط مخکې په وروستیو اونیو کې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ترسره شول دوی یې حیران کړل.

ویلسن زیاتوي، د پخوانی حکومت سقوط تمه نه کېده، هرڅه ناڅاپي شوي ځکه امریکا او متحدینو یې پر بندیزونو لاس پورې کړ. 

د ده په وینا، د تخلیې په ماموریت کې هم چې کوم ناورین رامنځ ته شو د پېښې ناڅاپي والي له امله و.

هغه ویلي، د افغانستان له نوي حکومت سره لا هم د امریکا د اړیکو واضح تعریف نشته دی خو دغه لوري ته په کار ده چې نړیوالو اصولو ته درناوی ولري او د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.