ځینې افغان ښځې په حکومت کې د کار کولو اجازه غواړي

روهي – ۲۵وری۱۴۰۱): ځینې متشبسې ښځې له حکومته غواړي چې هغوی ته د کار لپاره ښه زمینه برابره کړي.

اطلاعاتو او کتلور وزارت په کابل کې د کتاب او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ کړ چې په‌دې نندارتون کې یو شمېر کتاب پلورونکو او متشبثو ښځو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه نندارتون کې یو شمېر ښځو له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته د کار اجازه هم ورکړل شي.

رحیمه حاجي‌زاده وايي: "دایمي بازار نه‌لرو او د متشبثو ښځو لپاره دې دایمي بازار په پام کې ونیول شي، ځکه هر رژیم چې راغلی متشبثو ښځو په‌کې ځای نه درلوده."

د ارزو په نوم یوې بلې متشبثې ویلي، هغه کارونه چې یې پخوا کولی شو، یو ځل بیا دې وغوړول شي.