اروپايي ټولنه: د افغانستان حکومت کې دې ټولو قومونه ته ونډه ورکړل شي

روهي - ۲۵وری۱۴۰۱: د اروپايي ټولنې یوه غړې وايي چې افغانستان کې دې د نجونو د ښوونځيو پرانیستل او په حکومت کې دې د ټولو قومونو ته ونډه ورکړل شي

د یادې ټولنې یوه استازې هنا نیومن - چې کابل ته راغلي - وايي که چېرې د نجونو ښوونځي خلاص نه شي، د افغانستان د نجونو او د دغه هېواد راتلوونکی به له منځه ولاړ شي.

هغه زیاته کړې چې د خبریالانو او د تېر حکومت د یو شمېر کارکوونکو د لادرکه کېدل نړۍوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

دا زیاتوي:"د اعتراض کوونکو او همداراز د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د تېر حکومت د کارکوونکو د جبري ورکېدو په تړاو مو ډېرې کیسې اورېدلي دي. دا هغه څه دي چې، نه موږ ته د نړۍوالې ټولنې په توګه او نه هم افغان ولس ته د منلو دي".

هغه ویلي، په ظاهره ښکاري چې، ط.البان ښه جنګیالي دي خو حکومتوالي بیا متفاوتو مهارتونو ته اړتیا لري؛ دغه چاره داسې رهبرانو ته اړتیا لري چې، د خپلو خلکو غږونه واوري.