امریکا: افغانستان کې د بشري حقونو اړوند مسایل پیکه شوي

روهي – ۲۵وری۱۴۰۱: د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان کې د ط.البانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري حقونو اړوند مسایل پیکه شوي دي.

دغه هېواد هر کال د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې بشري وضعیت او ولسواکي ارزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې په دغه هېواد کې د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ لاسته راوړنې شاتګ درلود.

هغه وايي:"په افغانستان کې واک ته د ط.البانو په رسېدو سره د بشري ناورین او په خپل سر د ځينو ښځو، معترضینو او خبریالانو د نیول کېدو په ګډون د بشري حقونو اړوند مسایل پیکه او د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو غچ اخیستنه وشوه او د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار پر وړاندې محدودیتونو ډېر شول."

په ورته وخت کې د بشري حقونو څار بنسټ مرستیاله هیډر بار هم ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لاخرابېدو په حال کې دی.

خو ا.ا چارواکي بیا دغه څرګندونې ردوی او وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو د نقضېدو پېښې او جنايي جرمونه راکم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېټانیې بهرنیو چارو وزارت او د ګډو ګټو هېوادونو چې شمېر یې ۵۴ ته رسېږي له خپلو هېوادوالو غوښتي چې، افغانستان ته له تګه ډډه وکړي.