کابل(روهي): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي پاکستان په تیرو ۷۵ کلونو کې په ډېرو برخو کې د امریکا یو کلیدي شریک دی او دوی ارزښت ورکوي.
نوموړي په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان د لومړي وزير په توګه شهباز شریف ته ټاکل کیدو مبارکي ويلي ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د بلینکن له قوله ليکلي چې دوی تمه لري چې د پاکستان له حکومت سره خپلو پخوانیو اړیکو ته دوام ورکړي.
له دې مخکې د پاکستان نوي حکومت هم ویلي وو چې غواړي له متحدو ایالتونو سره ښې اړیکې ولري.
د پاکستان دولتي رسنیو په خپرو کړو راپورنو کې ويلي وو چې: "موږ غواړو له متحدو ایالتونو سره د برابري او متقابلو منافعو په اصولو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړو."
له امريکا سره د ښو اړيکو ساتلو دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان پخوانی لومړي وزير عمران خان چې د ياد هیواد د پارلمان له خوا سلب اعتماد شوی، ادعا کړې چې دده په لرې کېدو کې امريکا لاس لري، خو واشنګټن رد کړې ده.
وروستي