نړیوال بانک: که سرپرست حکومت وغواړي، افغانستان له اقتصادي سقوط ژغورلی شي

کابل(روهي:) نړیوال بانک ویلي چې وضعیت او امکاناتو ته په کتو که د افغانستان نوی حکومت وغواړي کولی شي دغه هېواد له اقتصادی سقوط وژغوري.

دغه بانک په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی دی او له همدې امله امکان شته چې افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري.

سرچينه زياتوي چې په دې برخه کې یوازې د نوي حکومت اقدامات مهم دي.

د نړیوال بانک په خبره که نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته درناوی ولري او اقتصادي منابع په شفافه او سمه توګه مدیریت کړي او په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ ورکړي نو د اقتصادي سقوط د مخنیوي پوره امکانات شته دی.

 نړیوال بانک وایي د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې د بشري حقونو رعایت، د نجونو د زده کړو او کار حق درناوی او نور هغه موارد شامل دي چې د افغانانو په ګټه دي.