د روغتیا نړیواله اداره:  نړۍ له افغانستان سره توپيري چلند کوي

کابل(روهي): د روغتیا نړیواله اداره وایي نړیوال له افغانستان او ځينو نورو هېوادونو سره په مرستو کې توپيري چلند کوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ادهانوم ويلي، نړۍ ټوله پاملرنه اوکراین ته کړې ده او په خبره یې په دې موده کې چې څومره مرسته له دغه هېواد سره کېږي یوه حصه یې هم له افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو سره نه ده شوې.
د نوموړي په وینا، نړیوال مرستندویه بنسټونه او د نړۍ شتمن هېوادونه په خپلو مرستو کې توپيري چلند کوي چې دا چاره خواشینوونکې ده. 
هغه زیاتوي چې ددې خبرې منل سخت دي، خو دا واقعیت دی چې نړیواله ټولنه په خپلو مرستو کې توپيري چلند کوي.
 ده ویلي افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې هم بشري ناورین روان دی نو نړیوالو ته په کار ده چې له تبعیض لاس واخلي او له ټولو اړمنو سره یو ډول مرسته وکړي.