زابل کې ترافیکي پېښې ۲۰ کسه ټپیان کړي 

کابل (روهي): د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي پېښه تېر ماښام په ياد ولايت کې ترافیکي پېښې ۲۰ کسه ټپیان کړي دي.

د زابل د ترافیکو مسوولینو ویلي چې دغه پېښه په شهر صفا ولسوالۍ کې  د بایفور ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
 
دغه راز روغتیایي چارواکي هم د ۲۰ ټپیانو د وروړل کېدو خبره کوي او زیاتوي چې په دې ډله کې د شاوخوا ۱۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی. 

سرچینه وايي، د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه او تر ټاکلې اندازې د ډېرې سپرلۍ لېږدول دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې سلنه ډېرې شوې ده.