له هغې ورځې چې ايران کې اخوندان واک ته رسېدلې، هڅې يې دا شروع کړې دي، چې شعيه مذهبه سيمه کې مسلط او ځان په سيمه ييزه کچه هجمون او زبرځواک کړي. تر سوريې، يمن او لبنان کې يې د اسلام په نوم د خپلې سترواکۍ او زورواکۍ خونړۍ جګړې پراخه کړې دي. دغه جګړې بيا په افغانانو ګټي؛ هغه غريب افغانان چې د خورارۍ او مزدورۍ لپاره ايران ته لاړ شي، يا يې د خپلو نشه يي توکو سوداګرۍ لپاره د مشتريانو په ډول په نشه يې توکو روږدي کوي او يا يې فاطميون لښکر کې سوريې او يمن ته لېږي.
نېږدې کال وړاندې يې يو شمېر افغانان په اور وسوځول او نور يې بيا سيند ته ګوزار او اوبو کې غرق کړل. وروستۍ وېډيوګانې به يې تاسې پر ټولنيزو رسنيو لېدلې وي، چې نه په انسانيت کې او نه هم د نړۍ په هېڅ دين کې د انسان سره داسې چارې او چلند شتون لري. ايران خو د سني او شيعه په نوم مسلمان سره دښمني راخېستې او د ګاونډي په نوم خو يې کړنې تاسې په خپله ګورئ.
د ايران وروستيو کړنو ته غبرګونونه پراخه او د غوسې ډک وو. هرات کې قهرجنو لاريون والو د دغه هېواد قونسلګرۍ ته اور ورکړ او افغان حکومت د ايران کړنې وغندلې او د سپيناوي په پار يې ايران چارواکي کابل کې وکتل او پوښتنې او ګروېګنې يې ترې وکړې.
د دغه ټولو ناخوالو سره - سره يو شمېر هغه افغانانو چې د ايران ژور اغېز پرې پروت، پردۍ پالنې يې اخېستې او د فاطميون خواخوږي دي، سره راټول شول؛ کابل کې يې د ايران سفارت مخې ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د سفارت مخې ته يې کلان وشېندل. دوی بنرونه هم ليکلي او د ايران ستاينې يې په کې ليکلې وې. دغه چې په وېډيوګانو کې ښکاري تر ډېره افغان هزاره ګان وو. کله چې يو څوګ د يو شمېر هزاره ګانو په اړه ووايي چې ايران پاله دي، ايران ته کار کوي، د افغانستان سره خيانت او ايران سره وفاداري کوي او د ايران د استخبارات په لومو کې لوېدلي دي؛ نو دوی غبرګون ښيي، غوسه کېږي او داسې څرګندونې د ځان پر وړاندې سپکاوی او تور ګڼي.
د تېرې ورځې وېډيو کې به تاسې ليدلي وي، چې اکثريت هغه کسان چې د ايران سفارت مخې ته يې د ګلونو ګېډۍ کېښودې، د ايران د ستاينې شعارونه يې لېږدول، د زنده باد ايران چيغې يې وهلې؛ هزاره ګان او په لويه کې دري ژبي وو. که له عبدالعلي مزاري يې را پيل کړې، بيا تر محقق او خليلي يې؛ مشران او کشران يې د شيعه مذهبۍ له امله ايران سره خواخوږي او دوستي پالي. افغان هزاره ګان نه يوازې چې ايران سره خواخوږي پايلي، بلکې خپل هېواد سره خيانت او ايران سره محبت کوي.
هر کله چې يو هېواد کې ستا هېوادوال په اور کې سوځي؛ پر نشه يي توکو يې عادتوي؛ بحر ته يې غورځوي؛ نورو هېوادونو کې يې د خپلو ګټو جګړو لپاره يې لېږي؛ په کورنيو چارو او کورني سياست کې دې لاس وهنې کوي؛ هېواد کې دې قومي، مذهبي او ژبني توپيرونه ډېروي او داسې يو وضعيت کې دې غواړي چې ورته اړ او مختاج وې؛ نو بيا په کوم غيرت او افغان غرور سره يې ته پر سفارت او کارمندانو ګلونه شېندې؟
هزاره وروره! دا به سره ومنو چې ايران کې د نورو ټولو کډوالو په نبست ترټولو ډېر کډوال هزاره ګان دي؛ ژبه او مذهب يې سره يو نو هلته ژوند ورته خوښ وي. هر کله چې ايران د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتريخوالي او ناوړه چلند کوي، نو ترټولو ډېر قرباني يې هم افغان - هزاره ګان وي. همدا وروستيو ورځو کې چې ايران کې افغان کډوالو سره کوم چلند شوی، ډېر په کې هزاره افغان وهل شوی - ټکول شوی. پرته له دې توپيره چې ايران کې مېشت افغان کډوال کوم قوم او کوم مذهب ولا دي؛ ملت-پاله افغانان پرې غوسه، له خوست تر هراته يې لاريونونه وکړل. کله چې ولس د خپل ورور افغان په ځورونه خپه او غوسه شوی، نو کابل کې هزاره يا بل هر افغانه! د ايران پر سفارت ګلونه شېندل د کوم غيرت او کوم احساس پر اساس کړي؟ احساس دې مالوم چې پردۍ پالنه او غيرت دې پيسو اخېستنه ده.
که چېرې د افغانستان اکثريت پښتون قوم پاکستان ته د ناروغۍ او سوداګرۍ لپاره هم ځي او ويزه اخلي، نو په پراخه کې کچه يې پر وړاندې د پاکستان - پاله، پاکستان - ملاتړي او پاکستان - خواخوږي ټاپې پر ملا او مټ وهل کېږي. کله چې بيا هزاره ورور په څرګنده او داسې يو بد وضعيت کې چې تازه ايران کې افغان کډوالو سره وحشي کړنې شوې، کابل کې د ايران پر سفارت ګلونه ږدې او ستاينې يې کوي، د شرم وړ خو د زغم وړ نه ده.
وروستي