هم به ترې تکليف ياست او هم به بده ښکاري؛ د سرپخه (dandruff) څه ډول له منځه وړی شئ؟ 

د سر پخه يا ډنډرف د پوستکي يو عام حالت او ناروغي ده، چې د سر د پوستکی په کې پخه اچوي. د سرپخه ساري او ډېره جدي ناروغي نه ده خو ټولنه او ژوند کې د شرم او تکليف سبب کېږي. د شرم لامل ځکه کېږي، چې هغوی چې د سر پخه لري، که هره ورځ هم وېښتان ومېنځي خو داسې به ښکاري لکه څو اوونۍ يې چې حمام نه وي کړی. همدا ډول د سر پخه د خارښت لامل کېږي او ګرول يې ستاسې کالي او شااوخوا لوښي  ککړوي. 

ولې مو سر کې پخه يا ډنډرف پيدا کېږي؟
- اندېښنې، تشويش، ځيني کيمياوي صابونونه، شامپوګانې، ناروغۍ او د هورمونونو ګډوډي د seborrheic dermatitis په نوم د پوستکي يوه ناروغي رامنځ ته کوي او ددغه ناروغۍ له نښو يوه نښه د سر پخه يا ډنډرف دی. 

- د dermatophytes په نوم فنجي د پوستکي tinea capitis ناروغي پيدا کوي. دغه ناروغۍ کې پوستکی ځای ځای تويږي او پر ورته وخت کې د پوستکي د وچېدو سبب کيږي، چې پخه پيدا کوي. 

- Eczema  د پوستکي يوه جدي ناروغي ده. ستاسې شااوخوا چاپيريال، اندېښنې، د وجود دفاعي سېسټم ګډوډي او ارثي لاملونه اکزیما نومي ناروغي پيدا کوي. د اکزیما د نورو نښو او تکليفونو وراېخوا، يوه اساسي نښه يې د سر پخې پيدا کېدل دي. 

- ځينې نورې د پوستکي ناروغۍ شته دي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول د سر پر پوستکي اغېز کوي او پايله کې يې د سر پوستکی وچيږي او پخه په کې پيدا کېږي. په عام ډول، د سر پخې يا ډنډرف د پيدا کېدو  دوه ستر لاملونه سړه  هوا او تشويش ښوودل کېږي. 

د سر پخې ورکېدو لپاره ځينې کورنۍ درملنې 
- په شامپو او صابون سره خپل وېښتان ډېر مه منېځئ. دغه چاره د سر پوستکي غوړ له منځه وړي او د سر پوستکي  د غوړ په کمېدو سره  د سر پخه پيدا کېږي. 
- شين چای: که چېرې شين چای او د پودینې مخلوط د پنځو دقيقو لپاره د سر پر پوستکي ووهل شي او بيا په هغه شامپو چې سلفیټ ونه لري  ومېنځل شي، نو د سر پخې ښه کورنۍ درملنه ده. 
- د كوپرې طعبيي تيل يا هم هغه صنعتي تيل چې په رېښتنې مانا د كوپرې غوړ ولري، د شپې له خوا يې له پنځو تر لسو څاڅکي لاس ته واچول شي، او د سر پوستکي پرې غوړ شي، نو کولی شي چې د سر پخه له منځه يوسي. 
- د ليمو جوس او د ليمو اوبو باندې د سر پوستکي مېنځل، د سر پخې د کورنۍ درملنې بله بېلګه ده. طريقه يې داسې ده، چې تر پنځو د چاي کاشوغې د ليمو پر اوبو د سر پوستکی لوند کړئ او بيا يې د يوې دقيقې لپاره  همداسې پرېږدئ.