ښايي تاسې به په خيله هم تجربه کړی او لېدلی وي، چې ځيني وخت د مرۍ په پاسنۍ برخه او د ژبۍ يا Uvula شاته بلغم ټول او پيدا کېږي. هر کله چې خوله خلاصه کړئ نو دغه بلغم ښکاري. ځيني وخت دغه بلغم دومره غټ شي چې حس يې د يوې بهرنۍ مادې په ډول کېږي، د تنفس پر مهال ستونزه پيدا کوي او کله کله داسې وي، چې ستاسې د خبرو پر مهال هم دغه بلغم ستاسې پر غږ اغېز کوي. دې ليکنه کې په دې پوه شئ، چې د مرۍ او ژبۍ شاته دا بلغم ولې پيدا کېږي؟ کوم کسان دا ډول وضعيت سره مخيږي؟ دا بلغم د څه ښوودنه کوي- روغتيا او که ناروغي؟ څنګه يې لېرې کولی او پاکولی شئ؟
د مرۍ په پورتنۍ برخه کې؛ د کوچنۍ ژبې يا ژبۍ شاته د Mucus په نوم غُدې او کوچنۍ غشاوې شتون لري چې د د Mucus په نوم يو ډول مايع توليدوي چې د تنفسي سېستم د ساتنې دنده پر غاړه لري او بهرني څيزونه نه پرېږدي، چې مرۍ څخه تېر، سږو او د وجود نورو برخو ته دننه شي.
دغه Mucus نومي مايع سرېښ لرونکې او غليظه مايع ده خو په سترګو د لېدو وړ نه ده. يانې په طعبيي ډول سره Mucus د مرۍ او ژبۍ شاته شتون لري، خو هغه وخت دغه مايع د بلغم/خراشکي په ډول ښکاري چې خاورې، ګردونه، ويروسونه او نور بهرني توکي مرۍ ته دننه او دغه کتلې پسې ونښي. دغه جوړ شوی بلغم ستاسو د تنفسي سیسټم یوه صحي برخه ده، خو هغه وخت يې د لېرې کېدو هڅې کېږي، چې تاسې ترې تکليف وی او درته مزاحمت کوي.
لنډه دا چې په خپله Mucus مايع او بيا پر دغه مايع د نورو ويروسونو، خاور او دوړو ټولېدنه کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي او يوه طعبيي موضوع ده. هغه وخت چې تاسې د جوړ شوي او ټول شوي بلغم له امله ساه نه شی اخېستلی، د خبرو پر مهال مو عږ پرې بنديږي او يا کوم بل مشکل درته پيدا کوي، نو بيا کولی شي چې ډاکټر ته لاړ شئ او په دې اړه ور سره مشوره وکړئ.
د مرۍ دننه او د ژبۍ تر شا بلغم څنګه پاکوالی شئ
۱- مايعات: Mucus د تنفس لاره ده. د خولې او پوزې له لارو ساه اخېستل دواړه پر Mucus تيږيږي. هوا کې دوړي او نور ويروسونه پر دغه مايع نښلي؛ هرڅومره چې دغه مايع وچه وي، نو دوړي او ويروسونه د بلغم په ډول کلک پورې نښټې وي. که چېرې غواړی چې تاسې دغه بلغم لېرې کړی، نو هڅه وکړی چې ګرم مايعات وڅښئ. دغه مايعات کولی شي، چې Mucus په حرکت راولي او ټول شوی بلغم چې د ناراحتۍ سبب کيږې، وغورځي.
۲- ليمو او نارنج: هغه خواړه او څښاکونه چې ليمو، نارنج، زنجبیل ولري نو خوړل يې دغه مرۍ پورې نښتی بلغم پاکولی شي. دغه خواړه له يوې خوا د تنفسي غړو لپاره ګتور او ويروسونه له منځه وړي او بلې خوا بيا Mucus غشاء نرموي او ټول شوي چټلی چې د بلغم په ډول ښکاري ترې لېرې کوي.
۳- د ماليګنو اوبو غړغاړه
که چېرې د ژبۍ تر شا بلغم غټ، نفس تنګونکی او تکليف درکونکی وو، نو بيا يې مالګه په اوبو کې ګډه کړه، غړغاړه کړي، نو دې سره به بغلم ولوېږي. د مالګې غړغاړه دا ګټه هم لري، چې Mucus غشاء مېنځي او پر ټول شوي ميکروبونه له منځه وړی شي.
۴- که چېرې بلغم ډېر سخت شوی او غټ شوی وي، نو بيا کولی شي چې خپله پوزه لنده او هغه اوبه چې د پوزې له لارې تر مرس ورسيږي، ژر دغه بلغم پاکوالی او له منځه وړی شي.
وروستي