روهي – ۲۴وری۱۴۰۱: د کابل امنیه قومانداني وايي چې د دې ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د دوو کسانو یاد مړي دوه ورځې مخکې د خاکجبار ولسوالۍ د چهاروازګۍ په سیمه کې موندل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې جسدونه مرکز ته لېږدول شوي خو تر اوسه یې هویت نه دی معلوم.
د ده په وینا، د یادې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
وروستي