سوېدڼ افغانستان ۷،۲میلونه ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي چې سویډن د افغانستان بشر دوستانه صندوق سره د ۷۰ میلیون کرون چې ۷.۲ میلیون ډالر کیږي مرسته وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د ۲۰۲۲ میلادي لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د استرالیا، بلجیم جرمني، قبرس، کاناډا، انډورا، ډنمارک، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، سویډن، فلیپین او سویس له همکارۍ څخه مننه کړې ده.

یوناما ویلي چې یادې مرستې به له میلیونونو افغانانو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کیده چې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو، قطر او جرمني په کوربتوب مرسته کوونکو هیوادونو افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو کنفرانس کې په ۲۰۲۲ میلادي کال له دغه هیواد سره د ۲.۴میلیارد بشري مرستې ژمنه وکړه.

په دغه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او اروپايي ټولنې د مالي مرستو ژمنې وکړې.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزات تر یاد کنفرانس وروسته وویل چې له افغانانو سره به ۲/۴میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.