امريکا په اوکراين کې؛ تر اوسه يې اوکرايني پوځ ته ۲،۵ مېليارده ډالرو وسلې ورکړې

د امريکا متحدو ايالتو سپينه ماڼۍ او دفاع وزارت (پنټاګون) کې سرچينو د خپلو مالوماتو د نه ورکړې په شرط رسنيو ته ويلي دي، چې د فېبرورۍ له ۲۴مې، چې روسيې په اوکراين بريد کړی،  بیا تر اوسه امريکا د دوه نيم مېېليارده امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې اوکراين ته ورکړې دي. 

د ټانک ضد توغندي، سټینګر او د  هوا ضد سیسټمونه هغه وژونکې وسلې دي، چې د امريکا متحدو ايالتو د اوکراين په واک کې ورکړې دي. درنه توپونه بیا د پوځي مرستو لړ کې، هغه وسلې  دي، چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت کار پرې کوي او نېږدې ورځو کې يې اوکراين ته سپاري. د مالوماتو پر بنسټ د امريکا دفاع وزارت د درنو توپونو پر وسلو شااوخوا ۷۵۰ مېليونه امريکايي ډالر لګښت کړی او موخه يې دا ده، چې دې سره د روسيې بريد ټکنی کړي. په کره ډول امريکا تر دې دمه اوکراين ته ۱۴۰۰ سټینګر توغندي او ۵۰۰۰ جولېن او نورې وسلې لېږلې دي. 

امريکا دغه وسلې د پنټاګون له ذخیرو اوکراين ته لېږي. اوکراين ته ددغه وسلو په لېږد سره ولسمشر جوبايډن اړتيا نه لري، چې د امريکا د کانګرس هوکړه واخلي؛ دی کولی شي د خپل اجرائيوي صلاحيت پر  اساس له پنټاګونه اوکراين ته په مستقيم ډول وسلې ولېږي. اوکراين سره د امريکا د مرستو په اړه  امريکايي چارواکو رسنيو ته ويلي  دي او په ورته وخت کې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن هم اوکراين سره د پوځي او مالي مرستو پخلی کړی. 

اوکراين سره د امريکا د پوځي مرستوو خبرې داسې مهال رسنيزې کېږي، چې پر اوکراين د روسيې بريد سست او ورو روان دی. امريکا ويلي وو چې نه غواړي د روسيې مقابل کې روسيې ته پوځيان ولېږي، خو د شنونکو په اند د وسلو لېږد دا ښيي، چې امريکايي پوځيان هم اوکراين کې شتون لري او د روسيې  پر وړاندې جګړه کوي. 

استدلال دا کېږي، چې امريکا به حتماً د پنټاګون وسلو څخه د ښې ګټې په نوم امريکايي روزونکي او سلاکاران اوکراين يې ته لېږلې وي او دې سره يې د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکرايني ځواکونو ليکې غښتلې کړې  دي. 

امريکا او ناټو سازمان غړو هېوادونو پر اوکراين د روسيې بريد سره همماله پر مسکو اقتصادي بنديزونه ولګول او د پوځي مداخلې په اړه يې ځواب دا وو، چې نه غواړي روسيې سره مخامخ شي؛ خو اوس داسې څرګنده شوه، چې اوکراين کې روسي ځواکونو سره يوازې د اوکراين پوځ نه بلکې؛ امريکا او ځيني د ناټو غړي هېوادونه هم پوځي جګړه کې بوخت  او د اوکراين پوځ ته يې درنې وسلې په اختيار کې ورکړې دي.