د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره کمېسیون جوړیږي

روهي – ۲۴وری۱۴۰۱: د استخباراتو لوی ریاست مرستیال ملا نجیب الله وايي چې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست له مرستیالانو څخه یو ګډ امنیتي کمیسیون جوړیږي.

هغه دغه څرګندونې بامیانو ولایت کې یوې غونډې ته کړې دي.

ده زیاته کړې چې دغه کمېسیون به په مرکز او ولایتونو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د ملا نجیب په وینا، حکومت د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه په پام کې لري چې هېواد کې لویې اقتصادي او بنسټیزې پروژې پلې کړي.