کابل کې پنځه غله نیول شوي

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د دغه ښار دوهمې امنیتي حوزې ځواکونو پنځه تنه غله نیولي دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران رسنیو ته په استولي پیغام کې ولیي چې د کشفي معلوماتو پر مټ دغو غلو پر خپل جرم اعتراف کړی.

د سرچینې په وینا، هغوی ویلي چې د ډیر وخت راهیسې یې د کابل ښار په بېلا بېلو ساحو کې فعالیت کاوه.

د ځدران په وینا، مسولینو یاد کسان د لا زیاتو معلوماتو لپاره د کابل ښار جنايي تحقیقاتو ریاست ته وسپارل.