پوتین: اکراین کې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره برید ته ادمه ورکوو 

روهي - ۲۴وری۱۴۰۱: د روسیې لسمشر ولادمیر پوتین وایي چې پر اوکراین به تر هغې برید دوام ولري څو یې اهداف نه وي ترلاسه شوي. 

هغه دغه څرګندونې تېره ورځې خبریالانو ته کړې دي. 

دی وایي، برید د پلان له مخې پر مخ ځي. 

پوتین زیاته کړه چې پر اوکراین برید د هغه هیواد په ختیځو برخو کې د خلکو د ساتل کیدو په هدف پیل شوی دی. 

د ده په وینا، د برید بل هدف خپله د روسیې د امنیت په اړه ډاډ وښودلی دی. 

هغه زیاتوي: "روسیې بل انتخاب نه درلود مګر دا چې د هغه په وینا خاص نظامي عملیات پیل کړي." 

د پوتین په خبره، دا عملیات به تر هغه دوام وکړي څو ټاکل شوي اهداف په بشپړ ډول ترلاسه شي.