سویلي افریکا کې اورښتونو ۶۹ کسان وژل شوي 

د سویلي افریقا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په کوازولونانال کې د سختو اورښتونو، سیلابونو او د ځمکې د ښویدو له امله کابو ۵۹ کسان وژل شوي دي. 

سرچینې لیکلي، زیاتره کسان د اثکوني په دوربان سیمه کې د موټرونو په یوه تم ځای کې وژل شوي. 

سرچینې زیاته کړې چې څه باندې ۱۴ نور په ایمبي ولسوالۍ کې له منځه تللي دي. 

د سرچینې په وینا، دغو اورښتونو لویي لارې هم تړلي دي ، پلونه، موټرونه او کورونه له منځه تللي دي. 

دغه راز سرچینې ویلي چې دې اورښتونو او سیلابونو څه باندې ۱۴۰ ښوونځي هم متاثره کړي دي.