د پکتیکا دیني عالمان: د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي

 د پکتیکا دیني له سرپرست حکومت غواړي چې د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیزي.

دوی ویلي، اسلامي شریعت په دې برخه کې هېڅ راز ممانعت نه لري.

د دوی په وینا، د دیني علماوو مسوولیت دی چې په دې برخه کې رښتینې خبر له خپل ولس سره شریکه کړي.

سرچینې لیکلي:"په اسلام کې ښځو او ددوی عزت ته پوره درناوی موجود دی نو نوي حکومت ته په کار ده چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي."

دا په داسې حال کې ده چې روان تعلیمي کار د روانې وري میاشتې په درېیمه ښوونځي پیل شوي خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر دوېیم امر پورې تړل شوي.

دغې پرېکړې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي.