کابل کې د ایران سفارت تر څلورو ورځو وتړل شو

سرچینې وایي چې کابل کې د ایران سفارت تر څلورو ورځو پورې د مراجعینو په وړاندې وتړل شو.

ځینې مراجعین نن یاد سفارت ته تللي و خو کارونه یې نه و اجرا شوي او ورته ویلي و چې تر راتلونکي شنبې به بند وي.

خو د ایران سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د دوی ډیپلوماټانو ته د احتماي خطر خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په ایران کژ له اغغان کډوالو سره د ناسم چلند ځینې ویډیوګانې خپرې شوې.

د دغه کار په غبرګون کې پرون په کابل، خوست او هرات کې د ایران ضد لاریونونه وشول.

 لاریونوالو په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د کاڼو ګزارونه هم وکړل او له ایران یې وغوښتل چې خپل غیر انساني چلند ته نور د پای ټکی کېږدي.