عمران خان احتجاج پیلوي 

روهي - ۲۳ وری۱۴۰۱: د پاکستان له واکه لرې شوی لومړی وزیر عمران خان وایي چې سبا ته په پیښور کې د احتجاج غونډه کوي. 

هغه ویلي ویلي چې دی د "بهرنیو دسیسو" پواسطه له واکه لیرې شوی دی. 
عمران خان دوه ورځې وړاندې د پاکستان په ملي اسامبلې کې د نه باور د رای ګیرۍ پر اساس بې واکه شو او پر ځای یې شهباز شریف نوی صدراعظم وټاکل شو. 

هغه وایي:"پاکستان د بهرنیو قدرتونو د ګوډاګي دولت په توګه نه بلکې د یو آزاد او خودمختار دولت په توګه جوړ شوی". 

ده زیاته کړې چې دوی په سمدستي توګه د ټاکتې غواړي. 

د هغه په خبره ټاکنې یوازینۍ لار ده چې خلک کولی شي په آزادانه او عادلانه توګه پریکړه وکړي چې څوک خپل صدراعظم ټاکي.