.jpg)
روهي - ۲۳ وری۱۴۰۱: د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد په وړاندې سختو لاریونونو وېرولی او وایي افغان حکومت دې د دوی د سفارت او قونسلګریو امنیت تامین کړي.
سرچینې ویلي، ددې احتمال شته چې ځینې کړۍ له فرصت په استفادې دوی ته خطرونه جوړ کړ.
د سرچینې په وینا، له همدې امله دې غواړي چې د ایران ديپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو ساتنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په ایران کژ له اغغان کډوالو سره د ناسم چلند ځینې ویډیوګانې خپرې شوې.
د دغه کار په غبرګون کې پرون په کابل، خوست او هرات کې د ایران ضد لاریونونه وشول.
لاریونوالو په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د کاڼو ګزارونه هم وکړل او له ایران یې وغوښتل چې خپل غیر انساني چلند ته نور د پای ټکی کېږدي.