په غیر قانوني ډول د صرافي او پولي خدمتونه بند شول

روهي - ۲۳وری۱۴۰۱: د افغانستان بانک وایي، که څوک په غیر قانوني ډول د صرافۍ او پولي خدمتونه مخ ته وړي نو د فعالیت لپاره دې قانوني جواز واخلي.

سرچینې ویلي چې د جواز اخستلو لپاره دې دغه بانک ته ورشي. 

د دغه بانک ویاند صابر مومند رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې تر دې وروسته هم د خپلو صرافۍ او پولي خدمتونو لپاره قانوني جواز و نه لري.

ده پر هېوادوالو غږ وکړ چې د خپلو پیسو د خوندیتوب لپاره دې له غیر قانوني ادرسونو او صرافیو ډډه وکړي.