لغمان کې درې کسان په ډزو وژل شوي

روهي - ۲۳ وری۱۴۰۱: د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي ته څېرمه ناپېژندو وسله والو درې کسان وژلي.

دغه پېښه نن شاوخوا دولس بجې د یادې سیمې مال منډی ته څېرمه یو تن ناپېژاند وسلوال درې کسان په ډزو ووژل. 

د لغمان والی ویاند صلاح الدین ذاهد پېښه تایید کړې ده.

هغه وایي، د دوی لومړني معلومات دا دي چې یاده پېښه د شخصي دوښمنۍ له وجې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه د اوس لپاره امنیتي او کشفي اورګانونه د وسلوال بریدګر د نیولو په هڅه کې دي.